د سالنګ لويه لار د ټرافيكو پرمخ پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار له څلورو ورځو بندېدو وروسته نن سهار د ټرافيکو پرمخ بېرته پرانيستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول ډګرجنرال محمد رجب وايي، چې مسافر كولاى شي پر دغه لار د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو سفر وكړي.