د سالنګ لويه لار له څلورو ورځو بندېدو وروسته نن سهار د ټرافيکو پرمخ بېرته پرانيستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول ډګرجنرال محمد رجب وايي، چې مسافر كولاى شي پر دغه لار د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو سفر وكړي.
د هغه په وينا، موټر چلوونكي بايد خپل نقليه وسايط په ژمنيو وسايلو سمبال، سرعت، وزن او ارتفاع دې رعايت كړي.
نوموړى زياتوي، خلكو ته اجازه نه وركوي، چې د شپې له لوري د سالنګ پر لويه لاره تګ راتګ وکړي.
د يادونې وړ ده، چې ياده لار له تېرو څلوو ورځو راهيسې د سختې واورې ورېدنې او طوفان له كبله د مسافرو پرمخ تړل شوې وه.
كه څه هم په دغو ورځو كې له ۶۰ زيات برفكوچونه راغلي، خو ځاني او مالي زيانونه يې نه دي اړولي.
د سالنګ لويه لار هر کال د ژمي په موسم کې د واورې ورېدو له کبله څو وارې په لنډمهالي ډول تړل کېږي.


