ads

خوستوال له لوړ ولور سر ټکوي

د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر په خوست کې هم د نجلۍ په سر لوړ ولور اخیستل کېږي او په ودونو کې ډېر لګښتونه کېږي. دې دود خلک له ستونزو سره مخ کړي او وايي بې وزله وګړي لوړ لګښتونه نه شي کولای او ډېر ولورونه نه شي خلاصولی.

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1395
خوستوال له لوړ ولور سر ټکوي

د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر په خوست کې هم د نجلۍ په سر لوړ ولور اخیستل کېږي او په ودونو کې ډېر لګښتونه کېږي. دې دود خلک له ستونزو سره مخ کړي او وايي بې وزله وګړي لوړ لګښتونه نه شي کولای او ډېر ولورونه نه شي خلاصولی.
د خوست ولایت یو اوسېدونکي سیداجان سیال منګل کلید ته وویل، په کلي کې بېوزله او شتمن دواړه ژوند کوي، خو کله چې شتمن لوړ لګښتونه عام کړي نو په بې وزلو وګړو هم اغېز کوي او اړ کېږي چې لوړ لګښتونه وکړي خو د هغوی وس نه رسېږي بالاخره اړ کېږي پور وکړي او نورې ستونزې ځان ته پیدا کړي: ((شتمن کسان په خپلو ودونو کې ۶ یا ۷ ډوله خوراکونه تیاروي نور هم رنګارنګ لګښتونه کوي، هغوی به یې وس لري، خو دې سره بې وزله هم په سیالۍ راځي خو هغوی بیا دومره وس نه لري او ځان له ستونزو سره مخ کوي.))
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی ګل نواز ګران هم له ډېر ولور او لوړو لګښتونو سر ټکوي. نوموړی وايي، د واده په ورځ بې ځایه لګښتونو خلک له بېلابېلو ستونزو او کړاوونو سره مخ کړي دي: ((دلته خانان ډېر لګښتونه کوي، په خپلو لوڼو ډېر ولور اخلي، دغه راز خپلو زامنو ته هم چې ودونه کوي لوړ ولور ورکوي خو بې وزله وګړي بیا دغسې څه نه شي کولای، نو اړتیا ده چې د دغه بدو دودونو مخنیوی وشي.))
د خوست اوسېدونکي ارغوان بیا په ډېرو ودونو کې ګډون کړی او دغسې ډېر بې ځایه لګښتونه یې لیدلي دي. نوموړی وايي اوس مهال د خلکو تر منځ سيالي وي که یوه ډېر او غیر منطقي لګښتونه وکړل سبا دا بل هم راپاڅېږي او له هغه هم ډېر لګښتونه کوي نور یې که وس رسېږي که نه. دې ډول ناوړه دودونو ټولنه له ګڼو ستونزو سره مخ کړې ده.))
غفار ارغوان د دغه ناوړه دودونو تر ټولو ستر عامل د خلکو د سواد کچې ټیتوالی ګڼي:
(( یو خو د خلکو د سواد کچه خورا ټيټه ده، دوی په دې فکر نه کوي چې لوړ لګښتونه یې له ستونزو سره مخ کوي او دویم دا چې سیالۍ او تربګنۍ دي، نن که یو لوړ لګښت وکړي، دویم حتما لوړ لګښت کوي او تر هغه بل ځان کم نه راولي. همدا ده چې دغو ناوړه دودونو دوام کړی او د دې پر ځای چې لګښتونه راکم کړي لا زیاتېږي.))
له بل لوري یو شمېر مدني فعالان، خبریالان او لیکوال بیا فکر کوي چې که خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي ښايي د دې ناوړه دودونو په کمولو کې مرسته وکړي.
ژورنالېست او لیکوال طالب منګل په همدې نظر دی. نوموړی وايي، رسنۍ، ديني عالمان او دولتي ادارې باید د لوړ ولوړ او ډېرو لګښتونو د زیانونو په تړاو خلکو ته معلومات ورکړي او دوی دې وهڅوي چې له ډېرو لګښتونو تېر شي:
(( تاسې وګورﺉ دغه ناوړو دودونو او لوړو لګښتونو ځوانان له څه ډول ستونزو سره مخ کړي دي، دوی اړ کېږي، نورو هېوادونو ته لاړ شي، هلته مزدورۍ وکړي څو دغه لوړ لګښتونه او ډېر ولورونه پوره کړي، رسنۍ، ديني عالمان او دولتي ادارې باید دې برخه کې خپل رسالت ادا کړي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.))
له بل لوري ديني عالمان وايي، که له یوه لوري لوړ لګښتونه او ډېر ولورونه د کورنیو اقتصاد له منځه وړي له بل لوري له اسلامي اړخه هم اسراف حرام دی او باید خلک ځانونه ترې وساتي. مفتي عبدالواسع سعید وايي، اسلام له اسراف خلک منع کړي دي او هغه یې حرام ګرځولی دی: ((الله پاک فرمايي، خوراک او څښاک کوﺉ خو اسراف مه کوئ؛ د بل ایت مفهوم کې راغلي بې ځایه مصرف مه کوئ، بې ځایه مصرف او لګښت له انسان شیطان جوړوي.))
د یادولو ده چې څو کاله وړاندې د خوست ولایت یو شمېر قومونو په ودونو کې د لوړو لګښتونو د مخنيوي هڅې پیل کړې او په دې تړاو یې ځینې پرېکړې هم اعلان کړې خو وروسته چندان عملي نه شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA