حزب اسلامي د سياسي ګوندونو د نظامي تشكيلاتو پر منحلولو ټينګار وکړ

حزب اسلامي په افغانستان كې له موجوده ګوندونو او سياسي جريانونو غواړي، چې خپل نظامي تشكيلات منحل كړي.
د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر محمد امين كريم نن كليد ته وويل، چې دغه ګوند به د ملي يووالي حكومت سره د سولې هوكړه په بشپړه توګه تطبيق كړي او چمتو دى، چې خپل نظامي تشكيلات منحل كړي.