حزب اسلامي په افغانستان كې له موجوده ګوندونو او سياسي جريانونو غواړي، چې خپل نظامي تشكيلات منحل كړي.
د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر محمد امين كريم نن كليد ته وويل، چې دغه ګوند به د ملي يووالي حكومت سره د سولې هوكړه په بشپړه توګه تطبيق كړي او چمتو دى، چې خپل نظامي تشكيلات منحل كړي.
كريم د دې پوښتنې په ځواب كې، چې ايا حزب اسلامي تيار دى، چې خپلې وسلې دولت ته تسليم كړي وويل، دوى به د هرې موضوع په اړه له امنيتي چارواكو سره په ګډه تصميم ونيسي.
په ورته وخت كې د حزب اسلامي دغه چارواكى ټينګار كوي، چې د اساسي قانون له مخې سياسي ګوندونه د نظامي ډلو د جوړولو صلاحيت نه لري او بايد په بېلابېلو پلمو خپلې وسله والې ډلې ونه ساتي.
دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړې تر ټولو مهمه ماده، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا له تور لېسته د دغه ګوند د مشر ګلبدين حكمتيار د نوم ايستل و، د افغان حكومت په غوښتنه عملي شوه.


