ads

تېر کال په هېواد کې نږدې يوولس نيم زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت دفتر يوناما اعلان وکړ، چې د ٢٠١٦ ميلادي کال په مهال دې هېواد كې ١١٤١٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1395
تېر کال په هېواد کې نږدې يوولس نيم زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت دفتر يوناما اعلان وکړ، چې د ٢٠١٦ ميلادي کال په مهال دې هېواد كې ١١٤١٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه اعلان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو نن په کابل کې د يوې خبري غونـډې په مهال وکړ.
نوموړي په دغه خبري کنفرانس کې د ٢٠١٦ ميلادي کال په ترڅ كې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه خپل کلنى رپوټ خپور کړ.
د يوناما مشر وويل، تېر كال په افغانستان کې ١١٤١٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د ٢٠١٥ کال په پرتله درې فيصده زياتوالى په کې راغلى دى.
په رپوټ کې راغلي، چې تېر کال ٣٤٩٨ ملکي وګړي وژل شوي او ٧٩٢٠ تنه نور ټپيان دي .
يوناما وايي، چې ملکي وګړو ته ٦١ فيصده مرګ ژوبله د دولت د وسله والو مخالفينو، ٢٤ فيصده د دولت پلوه وسله والو ډلو او يوازې دوه فيصده د بهرنيو ځواکونو له خوا اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA