يوې بريتانوۍ ورځپاڼې ادعا کړې، چې د کوم ستر بريد په وړاندې بريتانوي ځواکونه د خپل هېواد دفاع نه شي کولى.
د سنډې ټايمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د بريتانيا جنګي بېړۍ دومره لوړ غږ لري، چې په سل مايلو کې د روسيې اوبتلې کولى شي څرک يې ولګوي.
سرچينې ليکلي، چې د بريتانيا پوځ که څه هم يو ميليارد پاونډه پر بې پيلوټه الوتکو ولګول، خو له دولسو کلونو راهيسې تراوسه د جګړې لپاره چمتو شوې نه دي.
دغه راز په رپوټ کې ويل شوي، د بريتانيا جنګي ټانکونه دومره درانه دي، چې ټرانسپورټي الوتکې يې هم نه شي انتقالولى.


