د کندهار د سرپرست والي عبدالحنان منيب په مشرۍ پرون د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رياست له خوا له ۲۷۱ بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،
مرسته ترلاسه کوونکي کسان د بادغيس ولايت اوسېدونکي دي، چې کندهار ته کډوال شوي دي .
د کندهار سرپرست والي ژمنه وکړه، چې د دوی د دايمي اوسېدنې لپاره به له کډوالو چارو وزارت سره وغږېږي او هڅه به وکړي، چې د پنجوايي ولسوالۍ په جوړېدونکي ښارګوټي کې ځای ورکړي.
همدارنګه عبدالحنان منيب له حاجي کمپ څخه ليدنه او هغو ۳۱ کورنيو سره يې يوه اندازه نغدي مرسته وکړه، چې د وروستيو اورښتونو له كبله په ياد کمپ کې مېشتې شوې دي.


