ads

چترال كې برفكوچونو اته تنه وژلي

د خيبر پښتونخوا چترال سيمه کې د زياتې واورې ورېدو له كبله برفکوچونه راغلي، چې په ترڅ كې يې ګڼ شمېر کورونه زيانمن شوي او دغه راز تراوسه د اتو کسانو د وژل كېدو خبر وركړل شوى دى.

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1395
چترال كې برفكوچونو اته تنه وژلي

د خيبر پښتونخوا چترال سيمه کې د زياتې واورې ورېدو له كبله برفکوچونه راغلي، چې په ترڅ كې يې ګڼ شمېر کورونه زيانمن شوي او دغه راز تراوسه د اتو کسانو د وژل كېدو خبر وركړل شوى دى.
ژغورونکې ډلې ويلي، چې هڅې يې پيل کړي، ترڅو تر واورې لاندې ايسار کسان راوباسي.
دوى وېره څرګنده کړې، چې ښايي د تلفاتو کچه نوره هم زياته شي.
په ورته وخت کې د غره ښويېدنې له كبله د قراقروم لويه لار، چې له چين سره نښتې، هم د ټرافيکو پرمخ په بشپړ ډول بنده ده.
د هوا پېژندنې ادارې چارواکو په سيمه کې د نورو واورو د ورېدو او برفکوچونو د راتلو خبردارى ورکړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA