رپوټونه وايي، چې په نورستان ولايت كې د سختې واورې ورېدو له كبله ځينې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د رپوټونو له مخې، د نورستان مرکز پارون کې پرون د برفکوچونو له كبله ګڼ شمېر دوكانونه او شپږ موټرونه تر واورو لاندې شوي دي.
د دې ولايت د ټولګټو چارو رياست له محدودو امکاناتو سره هڅه کوي، چې په پارون کې د برفکوچونو مخنيوى وکړي او دغه راز کونړ سره د تړلو مواصلاتي لارو د پرانيستو لپاره لاس په کار شي.
تراوسه د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو تر نن ماښام پورې د نورو برفکوچونو د راتلو احتمال شته.
نورستان يو له لرې پرتو ولايتونو شمېرل کېږي، چې د ژمي په موسم کې هر کال په كې د سختې واورې له كبله يو شمېر كسان خپل ژوند له لاسه وركوي.


