ads

نواز شريف: هند سره مو يوازينۍ بنسټيزه ستونزه د کشمير مسئله ده

پاکستان وايي، له هند سره يې يوازينۍ بنسټيزه ستونزه د کشمير مسئله ده، چې په هېڅ وخت کې به يې چا ته د سپارلو هوډ ونه کړي.

نویسنده: TKG
17 سلواغه 1395
نواز شريف: هند سره مو يوازينۍ بنسټيزه ستونزه د کشمير مسئله ده

پاکستان وايي، له هند سره يې يوازينۍ بنسټيزه ستونزه د کشمير مسئله ده، چې په هېڅ وخت کې به يې چا ته د سپارلو هوډ ونه کړي.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په يوه خبري ناسته وويل، چې هند دې په کشمير کې د روانو ظلمونو لړۍ ودروي او د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک ته دې په درناوي دې په ټول کشمير کې ازاده او رڼه نظر پوښتنه ترسره شي.
نواز شريف پرون د فبروري پنځمې نېټې په مناسبت، چې د کشميري وګړو د يووالي په نوم لمانځل کېږي، زياته کړه، چې په ملګرو ملتونو کې د کشمير مسئله يوه زړه مسئله ده.
نوموړي په کشمير کې د هندي ځواکونو پر تېريو د نيوکې ترڅنګ وويل، چې هند بايد په سيمه کې ترهګرۍ ته د پاى ټکى کېږدي.
پاکستاني چارواکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې بل لور ته هند بيا پاکستان تورنوي، چې په کشمير کې ترهګر روزي او د دغه هېواد د امنيت ګډوډولو لپاره يې استوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA