د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، پولیسو یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په مهال په اچین او روداتو ولسواليو کې ۷ تنه وسله والو سره د اړیکو په تور نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې پولیسو د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور تنه له داعش وسله والو سره د تړاو په تور نیولي دي.
نوموړی دغه راز وایي، چې د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سیمه کې د عملیاتو په ترڅ كې درې تنه له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور ونيول.
مشرقیوال زیاتوي، نیول شوي کسان اوس مهال د نورو څېړنو لپاره تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


