د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ادارې له لوري د غیر راجستر شویو سیمکارتونو او حکومت ضد غږیزو فایلونو د راټولولو کمپاین پيل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي کلید ته وویل، چې د والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د ملي امنيت ادارې له لوري جلال اباد ښار کې د غير راجستر شوو سيمکارتونو او حکومت ضد غږيزو او انځوريزو فايلونو او مبتذله فلمونو مخنيوي کمپاين کې یې شاوخوا ۱۰۰۰ غیر راجستر شوي سیمکارتونه راټول کړل.
نوموړي زياته كړه، د دغه کمپاين په مهال یې په ښار کې د دولت ضد تبليغاتو او مبتذله فلمونو مخنيوي په هدف يو شمېر دوكانونه هم وڅارل.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، یاد کمپاين به تر هغې دوام وکړي، ترڅو په بشپړ ډول د غير راجستر شويو سيمکارتونو او د حکومت ضد غږیزو او انځوریزو فلمونو مخه ونيول شي.


