ads

هلمند کې ۳۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، په هلمند ولايت کې ديوه قومندان په ګډون ۱۴ تنه وسله وال وژل شوي او۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي .

نویسنده: TKG
16 سلواغه 1395
هلمند کې ۳۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، په هلمند ولايت کې ديوه قومندان په ګډون ۱۴ تنه وسله وال وژل شوي او۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي .
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله تېره شپه د ګرشک او ګرمسېر ولسواليو په يو شمېر سيمو کې د هوايي او ځکمنيو عملياتو پر مهال اوښتې ده.
خبرپاڼه وايي، ددې عملياتو پر مهال د قومندان فرقاني په ګډون ۱۴تنه وسله وال وژل شوي او ۲۲تنه نور ټپيان دي.
دغه راز خبرپاڼه کاږي، چې يو عراده کرولا موټر هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.
سرچينه زياتوي، چې ددغو عملياتو پر مهال ۱۴ کړۍ مايونونه هم لمنځه وړل شوي دي او ګڼ شمېر وسلې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA