ads

سعودي عربستان كې بمي چاودنې يو تن وژلی

د يمن پولې ته نږدې په يوه بمي چاودنه کې د سعودي عربستان يو سرتېرى وژل شوى او يو شمېر نور ټپيان دي.
د سعودي عربستان د پوځي چارواکو په خبره، د دغه هېواد سرحدي ځواکونو په جنوبي ولايت جيزان کې ګزمه کوله، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.

نویسنده: TKG
16 سلواغه 1395

دوى وايي، چې په دې چاودنه کې يې يو افسر وژل شوى او يو شمېر نور ټپيان دي.
بايد ياده شي، چې تر يادې پېښې وړاندې د يمن حوثي وسله والو پر سعودي عربستان د توغندويي بريدونو ترڅنګ په ګډو اوبو کې د سعودي پر يوې جنګي بېړۍ ځانمرګى بريد هم كړى و.
سعودي عربستان د ۲۰۱۵ کال له مارچ مياشتې راهيسې په يمن کې د حوثي وسله والو په ضد پراخ هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA