ads

د ګلبدين حكمتيار نوم د ملګرو ملتونو امنيت شورا له تور لېست څخه لرې شو

د ملي يووالي حكومت غوښتنه بالاخره ومنل شوه او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حكمتيار نوم له خپل تور لېسته وايسته.

نویسنده: TKG
16 سلواغه 1395
د ګلبدين حكمتيار نوم د ملګرو ملتونو امنيت شورا له تور لېست څخه لرې شو

د ملي يووالي حكومت غوښتنه بالاخره ومنل شوه او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حكمتيار نوم له خپل تور لېسته وايسته.
د حزبي اسلامي يوې سرچينې، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، كليد ته د دې خبر د تاييد ترڅنګ وويل، چې جمهور رييس محمد اشرف غني او يا هم د ملي يووالي حكومت كوم بل لوړپوړى چارواكى به دغه موضوع رسماً اعلان كړي.
د سرچينې په وينا، د ملګرو ملتونو امنيت شورا دا پرېكړه پرون ناوخته كړې ده.
ملګرو ملتونو ويلي، چې د حكمتيار پر شتمنيو، د هغه پر سفر او نورو فعاليتونو لګول شوي بنديزونه لرې شول.
نوموړى د ۲۰۰۳ کال د فبروري مياشتې په ۲۰ مه نېټه د ملګرو ملتونو امنيت شورا په تور لېست کې شامل شوی و.
د يادونې وړ ده، چې له ياد لېست څخه د حكمتيار د نوم ايستل د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د شوې هوكړې تر ټولو مهمه ماده وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA