د کوټ ولسوالۍ يو شمېر سيمه ييز پوليس وايي، د مرکزي حکومت له لوري دوی ته ورکړل شوي امکانات د ولسوال او امنيې قومندان له لوري په خپل منځ کې وېشل کېږي.
د کوټ ولسوالۍ د درې سرې سيمې د سيمه ييزو پوليسو قومندان ملک سفير له کليد سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، چې دوی ته ورکړل شوي امکانات په ولسوالۍ کې د امنيې قومندان او ولسوال ترمنځ وېشل کېږي او دوی د وسلو او عاشې راتګ ته شپې او ورځې شمېري.
نوموړی وايي، په ځلونه يې خپلې ستونزې ورسره شريکې کړي، خوتل ورته په تونده لهجه ځواب ورکړل شوی دی.
بل لور ته بيا د کوټ ولسوالۍ چارواکي که څه هم د سيمه ييزو پوليسو ستونزې مني، خو وايي، له مرکزي حکومت څخه دوی ته د سيمه ييزو پوليسو لپاره وسلې، موټرې او عاشې امکانات کم ورکول کېږي.
د کوټ ولسوال سيد رحمان مومند کليد ته وويل، چې دوی د ټولې ولسوالۍ لپاره ۴۰۰ سيمه ييزو پوليس په دندو ټاکلي او امکانات ورته د ۱۰۰ تنو ورکول کېږي.
د کوټ ولسوالۍ سيمه ييز پوليس په داسې حال کې دوی ته د امکاناتو د نه رسېدو خبره کوي، چې د شنونکو په اند که چېرته په لرو پرتو ولسواليو کې سيمه ييز پوليسو ته سم امکانات برابر شي، نو د ډاډمن امنيت په را وستلو کې به ګټور تمام شي.


