ads

د ننګرهار په کوټ کې ۲ داعشايان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، کوټ ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو او داعش وسله والو د تېرې ورځې نښتې پر وخت د مرستې پرمهال ۲ داعش وسله وال وژلي دي.

نویسنده: TKG
16 سلواغه 1395
د ننګرهار په کوټ کې ۲ داعشايان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وايي، کوټ ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو او داعش وسله والو د تېرې ورځې نښتې پر وخت د مرستې پرمهال ۲ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره ورځ يې په کوټ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او داعش وسله والو له نښتې سره سم د مرستې په موخه اردو هم مهال ور ورسېده، چې د نښتې پرمهال ۲ داعش وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
فقيري زياتوي، د دوی د انجنيرۍ ډلې له لوري يو ځای پرځای کړی ماين يې هم له منځه وړی دی.
نوموړی وايي، په سيمه کې يې اوس چاڼيز عمليات پيل کړي او په برياليتوب سره روان دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA