ads

د ننګرهار امنيتي چارواکو روان ژمی د وسله والو پر ځپلو ټينګار وکړ

د ملي اردو چارواکي وايي، هڅې يې پيل کړي، چې تر را تلونکي پسرلي پورې د حکومت وسله وال د هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال سخت وځپي.

نویسنده: TKG
16 سلواغه 1395
د ننګرهار امنيتي چارواکو روان ژمی د وسله والو پر ځپلو ټينګار وکړ

د ملي اردو چارواکي وايي، هڅې يې پيل کړي، چې تر را تلونکي پسرلي پورې د حکومت وسله وال د هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال سخت وځپي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، دوی هڅې پيل کړي، چې د خپل مسووليت په ساحه کې د حکومت وسله وال مخالفين له بهرنيو ځواکونو سره په شريکه د هوايي او ځمکنيو عملياتو له لارې سخت وځپي.
نوموړی وايي، دوی پر يو شمېر پلانونو کارونه پيل کړي، چې له پسرلي وړاندې د سپين غره په لمن کې پرتې سيمې د داعش او طالب وسله والو له شتونه پاکې کړي.
د ملي اردو چارواکي په داسې حال کې د وسله والو پر وړاندې د عملياتو د چټکېدو خبره کوي، چې د يو شمېر عامو وګړو په اند که چېرته حکومت په روان ژمي کې وسله وال ونه ځپي، نو راتلونکي پسرلي کې به د امنيتي ځواکونو پر وړاندې په يوه لوی سر درد بدل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA