ads

د سالنګ لويه لار لا هم د ټرافيكو پرمخ تړلې ده

د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، چې دا لاره لا هم د زياتې واورې ورېدنې او طوفان له كبله د ټرافيكو پرمخ تړلې ده.

نویسنده: TKG
16 سلواغه 1395
د سالنګ لويه لار لا هم د ټرافيكو پرمخ تړلې ده

د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، چې دا لاره لا هم د زياتې واورې ورېدنې او طوفان له كبله د ټرافيكو پرمخ تړلې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر ډګرجنرال محمد رجب نن پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې په شمالي سالنګ كې طوفان يو څه كمزورى شوى دى.
د هغه په وينا، تراوسه ۱۸ برفكوچونه راغلي او د نورو برفكوچونو وېره هم شته.
نوموړي زياته كړې، چې د وضعيت تر ښه كېدو او د لارې پاكېدو پورې به مسافرو ته د سفر كولو اجازه ورنه كړل شي.
ډګرجنرال محمد رجب تېره ورځ له كليد سره په خبرو كې ويلي و، چې دا طوفان او واورې په تېرو پنځه ويشتو كلونو كې بې سارې دي.
هغه له مسافرو او موټر چلوونكو غوښتي و، چې د راتلونكې دوشنبې تر ورځې د سالنګ پر لويې لارې له تګ راتګه ډډه وكړي.
د سالنګ لويه لار، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، هر كال د واورې ورېدنې له كبله څو وارې تړل كېږي او ځينې وخت په كې مرګ ژوبله هم رامنځته كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA