د باميان او دايکندي چارواکي د دې ولايتونو د ټولو لارو د تړل کېدو خبر ورکوي.
د باميان د ټولګټو چارو رييس محمد انوري کليد ته وويل، چې د سختې واورې او طوفان له کبله د دې ولايت له مركز سره د ټولو ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو لارې تړل شوې دي.
هغه زياته کړه، چې د سړک پاكونې ډله په شيبر کوتل او د باميان له مرکز څخه تر يکاو لنګه پورې کار کوي، چې ښايي ځينې لارې د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شي.
د نوموړي په خبره، ښايي په باميان كې تر يكشنبې په ورځې واوره وورېږي.
په ورته وخت کې د دايکندي د ټولګټو چارو رييس خداداد سيرت کليد ته وويل، چې د دې ولايت له مرکز سره د ټولو ولسواليو مواصلاتي لارې تړل شوې دي، خو د واورې پاکولو ډله پر کار بوخته ده او ټول سړکونه به پاک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په حاجي ګک کوتل او د باميان او دايكندي ترمنځ قوناق كوتل كې شپېته موټره بند پاتې وو، چې په كې سپاره شاوخوا ۲۰۰ تنه امن سيمو ته ولېږدول شول.
د يادولو وړ ده، چې د برف کوچ له کبله د باميان ولايت په يکه ولسوالۍ کې دوه تنه وژل شوي او يو بل تن ورک دی.


