د افغانستان د کرکټ پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ په څلورمه سيالۍ کې هم ماتې ورکړه.
دا لوبه تېره ورځ د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې ترسره شوه.
د لوبې پچه افغان پرمختيايي لوبډلې وګټله او د زمبابوې الف لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د زمبابوې الف لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۲ منډې جوړې کړې.
د باران له کبله د دې لوبې هدف ۱۶۲ منډو او ۴۰ اورونو ته راکم شو، خو افغان پرمختيايي لوبډلې په اسانۍ سره ورکړل شوی هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو او د ۳۶ اعشاريه ۳ اورونو په لوبولو سره پوره کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی محمد نواز خان، چې د مقابلې لوبډلې۵ لوبغاړي يې سوځولي وو، وټاکل شو.
افغانستان د دې لړۍ لومړۍ، دويمه او درېيمه لوبه هم ګټلې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به د كركټ پنځمه او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه سبا ترسره شي.


