د سعودي عربستان پوځي چارواکي وايي، ايران به تر خپلو پولو پورې محدود وساتي او اجازه به ور نه کړي، چې نورو هېوادونو کې لاسوهنه وکړي.
يوې بريتانوۍ ورځپاڼې سره مركه كې د سعودي عربستان پوځي وياند جنرال احمد عسيري ويلي، اوس وخت را رسېدلى، چې د يوې نوې کړنلارې له مخې بايد په منځني ختيځ کې ايران خپله رويه بدله کړي او له بې ځايه لاسوهنو ډډه وکړي.
د سعودي د پوځ وياند زياته کړې، چې په عراق، سوريې او يمن کې د ايران مداخلې خطرناکې دي او په وينا يې اړينه ده، چې لاسوهنې يې محدودې کړاى شي.
بايد ياده شي، چې تېره اونۍ په همدې اړه د سعودي عربستان له پاچا سره د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ټيليفوني خبرې هم وکړې.


