ads

كونړ كې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ ولايت په چپه دره کې يې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 سلواغه 1395
كونړ كې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ ولايت په چپه دره کې يې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د  ملي اردو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې پرون يې د کونړ ولايت چپې درې په ګل سرک سيمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته کړې، چې پرمهال يې ۲ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.
نوموړى وايي، په دغه نښته کې افغان ځواکونو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA