ads

خوست كې د قابلګۍ او نرسنګ په ازموينه كې ۲۲۰ نجونو ګډون وكړ

خوست کې له ۲۲۰ نجونو د قابله ګۍ او نرسنګ زده کړو کې د شاملېدو په موخه ازموينه واخيستل شوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 سلواغه 1395
خوست كې د قابلګۍ او نرسنګ په ازموينه كې ۲۲۰ نجونو ګډون وكړ

خوست کې له ۲۲۰ نجونو د قابله ګۍ او نرسنګ زده کړو کې د شاملېدو په موخه ازموينه واخيستل شوه.
د دغه ولايت دعامې روغتيا سرپرست ډاکتر ګل محمد محمدي وايي، له دې ډلې به  پنځوس نجونې د دوه كلنو زده كړو د ترلاسه كولو لپاره جذب کړي.
ډاکتر محمدي زياتوي، چې دوه کاله وروسته به دغه نجونې د ولسواليو پر کلينکونو سربيره د مرکز په ځينو کلينکونو کې هم وګمارل شي.په نوموړې آزموينه كې يوه ګډونكوونكې نيسمه وايي، دوى به تر فراغت وروسته د مور او ماشوم د مړينې په کمښت کې تر ډېره اغېزمن رول ولوبوي، ځکه په وينا يي دوى له داسې سيمو دي، چې هلته ښځينه روغتيا پالې نشته.
خوست کې ۲۰۰۴ کال راهيسې د عامې روغتيا په چوکاټ کې ۲۳۲ نجونو ته د قابلکۍ او نرسنګ زده کړې ورکړل شوې دي، چې فارغې شوې نجونې دا مهال د  مختلفو ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې دندې ترسره کوي او د ولادت پرمهال يې د مور او ماشوم له ژوند سره مرسته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA