ads

باميانو كې ناپېژاندو كسانو يوه پېغله نجلۍ وژلې

د باميانو امنيتي چارواكي وايي، د پنجشنبې په ورځ د دغه ولايت په مركز كې يوه پېغله نجلۍ ناپيژاندو كسانو په چاقو لومړى ټپي كړې وه او وروسته يې ساه وركړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 سلواغه 1395
باميانو كې ناپېژاندو كسانو يوه پېغله نجلۍ وژلې

د باميانو امنيتي چارواكي وايي، د پنجشنبې په ورځ د دغه ولايت په مركز كې يوه پېغله نجلۍ ناپيژاندو كسانو په چاقو لومړى ټپي كړې وه او وروسته يې ساه وركړه.
د باميانو د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر محمدعلي لكزي كليد ته وويل، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د ورځې د يوولسو او دولسو بجو ترمنځ دباميانو په مركز  كې رامنځته شوې ده. د نوموړي په خبره ياده نجلۍ لومړى د چاقو په واسطه ټپي شوې وه، چې د امنيتي ځواكونو له خوا د باميانو ولايتي روغتون ته تر لېږدولو وروسته يې د درملنې پرمهال ساه وركړه.
نوموړى وايي، د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوك نه دي نيول شوي خو د دغه نجلۍ جسد به د لا ډيرو څيړنو لپاره په كابل كې عدلي طب ته وليږدول شي. بلخوا بيا د باميانو د ولايتي روغتون يوه ډاكټر چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، امنيتي ځواكونو دغه شل كلنه نجلۍ په ټپي حالت كې د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته په دولسو بجو او څلوېښت دقيقو روغتون ته ور وړه چې په وينا يې مازيګر په پنځو بجو د عمليات پرمهال يې ساه وركړه.
نوموړي ډاكټر زياته كړه چې د دغه نجلۍ ستونى په تېز څيز باندې پرې شوى و او همدارنګه په سينه، خيټه او مټو باندې يې د چاقو ۱۶ ټپونه هم درلودل چې د دغه ټپو له كبله يې جګر، ګردو او كلمو ته هم ډير زيان رسېدلى و.د يادولو وړ ده چې دوه اوونۍ وړاندې هم د باميانو مركز اړوند د بام سراى په سيمه كې يو هلك او نجلۍ هم په مرموزه توګه وژل شوي وو خو تر اوسه امنيتي ځواكونو د دغه پېښو په تړاو څوك نه دي نيولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA