ads

باميانو كې د واورو ښويېدو له كبله دوه تنه وژل شوي او يو تن ورك دى

د باميانو ولايت د يكاولنګ ولسوالۍ چارواكي وايي، په دغه ولسوالۍ كې د واورو ښوييدنې له كبله دوه تنه وژل شوي او يو تن بل د واورو لاندې ورك دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 سلواغه 1395
باميانو كې د واورو ښويېدو له كبله دوه تنه وژل شوي او يو تن ورك دى

د باميانو ولايت د يكاولنګ ولسوالۍ چارواكي وايي، په دغه ولسوالۍ كې د واورو ښوييدنې له كبله دوه تنه وژل شوي او يو تن بل د واورو لاندې ورك دى.
د يكاولنګ ولسوال عبدالحميد مبارز كليد ته وويل، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ ماښام شپږ بجې د دغه ولسوالۍ په آژدر سيمه كې رامنځته شوې ده.
په همدې حال كې د باميانو او دايكنډي ولايتونو سيمه ييز چارواكي د دغه دوه ولايتونو د مواصلاتي لارو د بندېدو خبر وركوي، د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي كليد ته وويل چې له پرون راهيسې د حاجيګك په كوتل كې له ۲۰ ډير موټر بند پاتې دي.
احمدي زياتوي چې دوه ورځې كيږي چې په نوموړي ولايت كې د واورو اورښت دوام لري او د باميانو د مركز او ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو ترمنځ ټولې لارې د واورو له كبله تړل شوې دي.
چارواكي وايي، په دې ولايت كې به د يكشنبې تر ورځې د واورې اورښت دوام وكړي او امنيتي ځواكونو مسافرو ته د تګ او راتګ اجازه نه وركوي.
له بلې خوا بيا د دايكنډي ولايت چارواكي وايي، د پنجشنبې له راهيسې د دايكنډي او باميانو ترمنځ په قوناق كوتل كې لسګونه كسان بند پاتې وو خو د جمعې په ورځ امن ځايونو ته وليږدول شول.
د دغه ولايت د فوايدعامې رئيس خداداد سيرت كليد ته وويل چې د دايكنډي ولايت مواصلاتي لارې له ولسواليو او ګاونډيو ولايتونو سره د درنو واورو له كبله تړل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA