ads

هند افغانانو ته د ويزې په ورکړه کې يو لړاسانتياوې رامنځته کړې دي

په کابل کې د هند سفارت ويلي د ټولو افغانانو لپاره يې د خپل هېواد د ويزې په ورکولو کې يو لړاسانتياوې رامنځته کړې دي

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 سلواغه 1395
هند افغانانو ته د ويزې په ورکړه کې يو لړاسانتياوې رامنځته کړې دي

په کابل کې د هند سفارت ويلي د ټولو افغانانو لپاره يې د خپل هېواد د ويزې په ورکولو کې يو لړاسانتياوې رامنځته کړې دي. له دغه سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې وروسته د سياحت وېزې د يوه كال لپاره وركول كيږي او همدا راز د سوداګريزو اړيکو د لاپراختيا په خاطر افغان سوداګرو ته پنځه کلنې ويزې وركوي. د هند سفارت په داسې حال کې د ويزې په پروسه کې د اسانتياوو اعلان کړى  چې تر دې مخکې يې پر افغانانو د ويزې د ورکړې په خاطر ځيني شرايط سخت کړي وو. په بانک کې تر زر ډالرو پورې د پيسو درلودل، د سفر علتونه او روغتيايي معاينات هغه څه وو چې ډيرى وخت يې خلک د ويزې په اخيستلو کې له ستونزو سره مخ کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA