ads

د سالنګ لويه لاره د درنو واورو او توپان له كبله تر دوشنبې پورې تړل شوې ده

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسؤل جنرال رجب وايي، د سالنګ لويه لاره د درنو واورو او توپان له كبله تړل شوې، نوموړى له مسافرو او له دې لارې له تېرېدونكو وسايطو غواړي چې د راتلونكې دوشنبې تر ورځې په لاره له تګ او راتګ څخه ډ ډه وكړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 سلواغه 1395
د سالنګ لويه لاره د درنو واورو او توپان له كبله تر دوشنبې پورې تړل شوې ده

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسؤل جنرال رجب وايي، د سالنګ لويه لاره د درنو واورو او  توپان له كبله تړل شوې، نوموړى له مسافرو او له دې لارې له تېرېدونكو وسايطو غواړي چې د راتلونكې دوشنبې تر ورځې په لاره له تګ او راتګ څخه ډ ډه وكړي.
جنرال رجب زياتوي، د جمعې په ورځ په سالنګ كې ديارلس ځله برفكوچونه شوي او په وينا يې د پنجشنبې ورځې راهيسې تر اوسه په سالنګونو كې د واورې اورښت او توپان دوام لري چې په وينا يې دا توپان او  واورې په تېرو پنځه ويشتو كلونو كې بې سارې دي.
جنرال رجب په ورته وخت كې وايي، هغه كوم بار وړونكي موټر او مسافر چې د سالنګونو په لويه لاره د تګ پرمهال بند پاتې و خوندي ځايونو ته ليږدول شوي او نوموړى زياتوي چې امكان لري د واورې اورښت او توپان د دوشنبې تر ورځې دوام وكړي.
هغه له ټولو هغه مسافرو او موټر چلوونكو څخه چې له دې لارې تګ او راتګ كوي غواړي چې تر دوشنبې ورځې پورې په دې لاره له تګ څخه ډ ډه وكړي او په وينا يې كه لاره  خلاصه شوه او خطر نه وي نو د سې شنبې په ورځ دوى ورته په خپله د رسنيو له لارې اعلان كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA