روغتيايي چارواکي وايي، چې په روان عيسوي کال کې د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پيښه د کندهار ښار په لويه وياله کې ثبت شوې ده.
ماشومه انجلۍ راضيه نوميږي او درې اونۍ مخکې په ګوزڼ اخته شوې ده.
د روغتيايي چارواکو په وينا، چې ګوزڼ وهلې ماشومه يوولس مياشتې عمر لري اوکورنۍ يې د کندهار په لويه وياله کې ژوند کوي.
د لويې ويالې سيمه د کندهار ښار په شمالي څنډه کې ګڼ مېشته سيمه ده چې په تيرو کلونو کې هم په کې د ماشومانو د فلج پېښې ثبت شوې وې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ يا يونسيف د ادارې د واکسين د څانګې يومسئول سيد کمال شاه دا تازه پيښه تائيد کړې ده.
دا په افغانستان کې د ۲۰۱۷ کال د پوليو لومړۍ پېښه ده ، تير کال په افغانستان کې ټولې ۱۳ د پوليو پېښي ثبت شوې وې، چې يوه يې د کندهار په شاولي کوټ کې ثبت شوې وه.
افغانستان، پاکستان او ناجيريا په نړۍ کې درې هيوادونه دي چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو ويرس د ماشومانو ژوند ته ګواښ را ولاړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

