کويټ هم د پاکستان او افغانستان په ګډون د پنځو هېوادونو د وګړو پر ورتګ بنديز لګولي دی.
د راپورونو له مخې د کويټ هېواد، د پاکستان، عراق، افغانستان، سوريې او ايران پر وګړو دغه هېواد ته د ورتګ بنديز لګولی دی.
د راپورونو له مخې د کويټ هېواد ددغه کار علت د يادو شوو هېوادونو د امنيت خرابوالی ښودلی دی.
ددوی په وينا په يادو هېوادونو کې ترهګرو پراخ فعاليتونه پيل کړي او کېدای شي له دې لارې کويټ هېواد ته هم د ننه شي.
د کويټي رسنيو د راپور له مخې دغه بنديز موقتي دی او همدا چې د يادو هېوادونو امنيتي وضعيت سم شي پر بنديز به هم له سره کتنه کېږي. پاکستاني رسنيو هم په دغه پرېکړه راپورونه جوړ کړي دي او په دې هکله يې اندېښنه ښکاره کړې ده.
د پاکستاني شنونکو په وينا د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان کړنې ددې سبب شوي چې د څو هېوادونو وګړي ددوی له امله زيان وويني.
د ايکسپرس ورځپاڼې په باور د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان کمزوری چلند ددغه هېواد باور ته په نړيواله کچه زيان رسولی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

