ads

د ننګرهار د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا مالي مدير ساه ورکړه

په ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا مالي مدير، چې پرون په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله سخت ټپي شوی و، د ټپوپونو له امله يې ساه ورکړه. سمونوال مدارخان پرون مازيګر شاوخوا څلور بجې له دفتره د کور پر لور روان و چې د جلال اباد ښار پنځمې […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 سلواغه 1395
د ننګرهار د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا مالي مدير ساه ورکړه

په ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا مالي مدير، چې پرون په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله سخت ټپي شوی و، د ټپوپونو له امله يې ساه ورکړه.

سمونوال مدارخان پرون مازيګر شاوخوا څلور بجې له دفتره د کور پر لور روان و چې د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند په جوی هفت سيمه کې يې پر موټر پسې نښلول شوي  ماين چاودنه وکړه، چې له امله يې د هغه په ګډون اووه کسان ټپيان شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته وويل چې سمونوال مدارخان د جلال اباد حوزوي روغتون کې نن سهار د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د يادولو ده چې د قوماندان مدارخان په موټر د چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی او يلی دي چې په دغه پېښه کې د مدارخان په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA