د بدخشان چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز فيض آباد کې د دولت وسله والو مخالفينو يوه پېغله نجلۍ وژلې ده.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن له کليد سره په خبرو کې وويل، د “کيوي” په نوم دغه شل کلنه نجلۍ د فيض اباد اړوند د يفتل بالا د خمبيل د کلي اوسېدونکې وه.
فروتن وايي، د وسله والو يوه سرګروپ مولوي سيف الله د دې نجلۍ د غوښتلو لپاره څو ځلې خپل کسان د هغې کورنۍ ته ورلېږلي وو، خو کورنۍ يې هغه ته له ورکولو ډډه کړې وه.
سرچينه زياتوي، دې سرګروپ تېره ورځ سهار ٧ بجې يو ځل بيا خپل کسان د نجلۍ کور ته ورلېږلي او د کلاشينکوف پر ډزو يې وژلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم د دولت وسله والو مخالفينو په يمګان ولسوالۍ کې يوه ښځه د بداخلاقۍ په تور د هغې د پلار په کور کې پر ډزو وژلې ده.
په بدخشان کې د بشر حقونو کميسيون چارواکي وايي، چې دا د بدخشان په يمګان، وردوج، شهدا ولسواليو او يفتل بالا سيمه کې د نجونو او ښځو اووم قتل دى چې د طالبانو له خوا ترسره کېږي.
وسله والو طالبانو ددغو ادعاوو په هکله تراوسه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

