ads

هلمند كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د افغان امنيتي ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1395
هلمند كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د افغان امنيتي ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه د سنګين ولسوالۍ په يو شمېر سيمو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په ترڅ كې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۳۲ وسله وال وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، چې د عملياتو په مهال په ياده ولسوالۍ كې ۳۰ كړۍ ماينونه هم كشف او شنډ كړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA