د کندهار د وچې مېوې صادارت زیات شوي

د كندهار ولايت د سوداگرۍ خونه وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه ولایت د وچې مېوې صادرات ۴۱ په سلو کې زیات شوي دي. دوی په بهرنیو هېوادونو کې د کندهار وچې مېوې ته د لېوالتیا ډېرېدل او د پروسس په برخه کې د ظرفیتونو وده د صادراتو د ډېرېدو اصلي عوامل بللي دي. اينځر، مميز، شکر پاره، بادام او يو شمېر نورې وچې مېوې د کندهار هغه کرنيز محصولات دي چې د هېواد د ننه او بهر ګرم بازار لري.