ads

د عبدالله عبدالله په شتون كې پر لښكرګاه توغندويي بريد شوی

وسله والو طالبانو د هلمند ولايت پر مركز لښكرګاه ښار نن سهار په داسې حال كې توغندويي بريد كړى او څلورو ملكي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې، چې اجراييه رييس عبدالله عبدالله له دغه ښاره د وتلو په حال كې و.

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1395
د عبدالله عبدالله په شتون كې پر لښكرګاه توغندويي بريد شوی

وسله والو طالبانو د هلمند ولايت پر مركز لښكرګاه ښار نن سهار په داسې حال كې توغندويي بريد كړى او څلورو ملكي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې، چې اجراييه رييس عبدالله عبدالله له دغه ښاره د وتلو په حال كې و.
طالبانو پر دغه ښار درې توغندي توغولي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، چې دا بريد نن سهار شاوخوا اته بجې شوى دى.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې يو ملكي وګړى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
خو په لښكرګاه كې د اېمرجنسي روغتون يوې سرچينې كليد ته وويل، چې دوى ته په دغه بريد كې د يو وژل شوي ملكي وګړي جسد او درې تنه ټپيان ور وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې اجراييه رييس عبدالله عبدالله تېره ورځ د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هلمند د امنيتي وضعيت ارزونې لپاره دغه ولايت ته لاړ او تېره شپه يې د لښکرګاه ښار په لمنو کې د جګړې د لومړيو کرښو له سرتېرو سره وليدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA