ads

د سعودي عربستان پر يوې جنګي بېړۍ ځانمرګى بريد شوی

د يمن حوثي وسله والو د سعودي عربستان پر يوې جنګي بېړۍ د وړې کښتۍ په مټ ځانمرګى كړى، چې په پايله كې يې پنځو سعودي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1395
د سعودي عربستان پر يوې جنګي بېړۍ ځانمرګى بريد شوی

د يمن حوثي وسله والو د سعودي عربستان پر يوې جنګي بېړۍ د وړې کښتۍ په مټ ځانمرګى كړى، چې په پايله كې يې پنځو سعودي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سعودي عربستان پوځي چارواکي وايي، دا بريد د يمن الحديده بندر ته څېرمه وروسته له هغې وشو، چې د سعودي جنګي بېړۍ د ګزمې په حال کې وه.
رپوټونه وايي، د يمن حوثي وسله والو درېيو ځانمرګو بريد كوونكو، چې په وړو کښتېو کې سپاره وو، هڅه کوله د سعودي عربستان جنګي بېړيو ته ځانونه ورسوي.
د رپوټونو له مخې، د پوځيانو له خوا د دوو ځانمرګو بريد كوونكو مخنيوى وشو، خو درېيم يې ځان د سعودي له جنګي بېړۍ سره وجنګاوه او زوروره چاودنه رامنځته شوه.
تر چاودنې وروسته په جنګي بېړۍ کې اور ولګېد، چې له كبله يې دوه سعودي سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
بايد ياده شي، چې تر دې دوه ورځې وړاندې حوثي وسله والو پر سعودي عربستان توغندي هم توغولي وو.
دغه هېواد د يمن حوثي وسله والو په ضد د ۲۰۱۵ کال له مارچ مياشتې راهيسې پوځي عمليات پيل کړي، چې په ترڅ كې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA