ads

د افغان سرحدي پوليس حبيب الله کورنۍ د بېوزلۍ ژوند تېروي

له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې د وژل شوي افغان سرحدي پوليس حبيب الله کورنۍ وايي، چې په زياتې بېوزلۍ کې ژوند کوي.

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1395
د افغان سرحدي پوليس حبيب الله کورنۍ د بېوزلۍ ژوند تېروي

له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې د وژل شوي افغان سرحدي پوليس حبيب الله کورنۍ وايي، چې په زياتې بېوزلۍ کې ژوند کوي.
حبيب الله د خپلې کورنۍ لپاره يوازينى د ګټې وټې کس و، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندهار ولايت د سپين بولدک او ښورابک ولسواليو ترمنځ سيمه كې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
د حبيب الله مور محبوبه که څه هم ناهيلې شوې، خو د وياړ ځاى بولي، چې زوى يې له هېواد څخه د دفاع په لاره کې خپل ژوند له لاسه وركړ.
د حبيب الله پلار لا پخوا وفات شوى، خو دوه وروڼه، مور او يوه ماشومه خور يې اوس پر مېنه پاتې دي او په يوه کرايي کور کې ژوند کوي.
په همدې مهال د كندهار امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي، چې د حبيب الله کورنۍ به د دولت له هر ډول امتيازاتو څخه برخمنه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې په نښته کې دوه نور سرحدي سرتېري هم ټپيان شوي وو او د يادې پېښې په غبرګون دوه ورځې مخکې د کندهار د بلوڅو قومي مشرانو له خوا لاريون وشو او مرګ پر پاکستان شعارونه يې ورکول .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA