ads

خوست کې د ژمنيو زده کړو فرصتونه ډېر شوي

په خوست کې داسې ژمني کورسونه جوړ شوي، چې ډېرې کمې پیسې اخلي او د هغو زده کوونکو ستونزې هم ورسره حل شوې چې بې وزله دي او نه شي کولای د کورسونو لوړ فيسونه ورکړي. د نورو ولایتونو په څېر خوست کې هم هر کال د ژمي له پیل سره سم کورسونه جوړېږي او زده کوونکي په دې کورسونو کې د راتلونکي ښوونيز کال لپاره چمتووالی نيسي.

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1395
خوست کې د ژمنيو زده کړو فرصتونه ډېر شوي

په خوست کې داسې ژمني کورسونه جوړ شوي، چې ډېرې کمې پیسې اخلي او د هغو زده کوونکو ستونزې هم ورسره حل شوې چې بې وزله دي او نه شي کولای د کورسونو لوړ فيسونه ورکړي. د نورو ولایتونو په څېر خوست کې هم هر کال د ژمي له پیل سره سم کورسونه جوړېږي او زده کوونکي په دې کورسونو کې د راتلونکي ښوونيز کال لپاره چمتووالی نيسي.
د خوست ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، هر کال په دغه ولایت کې د ژمي پر مهال د ساينسي مضمونونو، کمپیوټر او بهرنیو ژبو کورسونه فعالېږي، خو کال په کال د دغه کورسونو بیې لوړېدې او بې وزلو زده کوونکو نه شوای کولای هلته زده کړې وکړي اما اوس مهال د یو شمېر کسانو له لوري د کمې بیې کورسونه جوړ شوي او د دغه زده کوونکو ستونزې هم هوارې شوې دي. دغه زده کوونکي د ژمي پر مهال د کورسونو لوستل خورا اړين بولي او ټینګار کوي هغه زده کوونکي چې د ژمي پر مهال د چمتووالي کورسونه لولي؛ راتلونکی ښوونيز کال یې خورا ګټور وي او تر نورو زده کوونکو خپلو زده کړو کې بریالي وي. دوی دغه راز وايي، په دغو کورسونو کې د کانکور ازموينې د چمتووالي ټولګي هم پرانیستل شوي او هغه کسان چې له ښوونځیو فارغېږي دې ټولګیو کې د کانکور ازموينې لپاره چمتووالی نيسي.
د دې کورسونو یو شمېر زده کوونکو کلید ته وویل چې د خوست له لرو پرتو سيمو د انجنیر عبدالله مرکز ته د زده کړو لپاره راغلي دي. یوه زده کوونکي محمد رحيم وویل: ((ریاضي او انګليسي لولم، په کتاب ۱۰۰ افغانۍ ورکوم، ښوونکي په خپل وخت راځي، درسونه مو ښه پر مخ روان دي، په ټولګي کې ۶۰ تر ۷۰ کسان یو.))
د دغه مرکز یو بل زده کوونکی شفیع الله هم په دې مرکز کې د انګليسي ژبې زده کړه کوي: ((دا کورس مو ځکه غوره وباله چې په نورو کـورسـونــو کـې حتـا په یوه مضمون خورا ډېرې پیسې اخلي، خو دلته یو مضمون یوازې په ۱۰۰ افغانۍ تدريسېږي، زه د خوست له یوې لرې پرتې سيمې دلته راغلی یم، تر دې وړاندې مې نه شوای کولای، په خوست ښار کې زده کړې وکړم، خو اوس چې دا مرکز جوړ شوی، کولای شم هر کال راشم او دلته زده کړې وکړم.))
د دغه مرکز جوړوونکی عبدالله دی، نوموړی د خوست ښار اوسېدونکی دی، له پوهنتون تر فراغت وروسته یې د زده کوونکو لپاره کورسونه پرانیستل، خو له نورو سره یې توپیر دادی چې نوموړی له زده کوونکو ډېرې پیسې نه اخلي او که زده کوونکي بې وزله هم وي کولای شي په دې کورس کې زده کړې وکړي. عبدالله وايي، تر دې وړاندې یې د خوست ولایت په ولسوالیو کې دغه ډول کورسونه لرل، خو اوس مهال یې په ښار کې هم خپل ښوونيز مرکز پرانیست: ((لومړی ځل مو ټڼیو ولسوالۍ او بیا مو ګورېزو ولسوالۍ کې وړیا کورسونه پیل کړل، له هغه وروسته مو خوست کې یو ځای ونیو او ښوونيز مرکز مو جوړ کړ، کله چې له شیخ زاهد پوهنتون فارغ شوم، ما او ملګرو مې وطن ته د خدمت احساس درلود، نو دوی هم راسره شول او ټولو په دغه مرکز کې زده کوونکو ته تدريس پیل کړ.)) عبدالله زیاتوي، نورو کورسونو کې پر هر کتاب له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي، خو دوی له یوه زده کوونکي د ټول ژمي یعنې درېیو میاشتو لپاره یوازې ۱۰۰ افغانۍ اخلي.
د پوهنيزو چارو د متخصصينو په اند، زده کوونکي باید د ژمي پر مهال د خپل ټولګي د اړوندو مضمونونو کورسونه ولولي، څو د راتلونکي کال لپاره پوره چمتووالی ولري او وکولای شي په ښه ډول خپل زده کړې پرمخ بوزي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA