چارواکي وايي، خوست ښار کې دوه پرله پسې چاودنو د ۵ پوليسو په ګډون اته تنه ټپيان کړي دي.
د خوست د امنيت امر سمنوال غني الرحمن خبريالانو ته وويل، دا چاودنې نن د يوولس بجو په شاوخوا کې د خوست ښار اړوند د فوټبال لوبغالي ترڅنګ وشوې.
نوموړی وايي، لومړۍ چاودنه د ښاري نظم پوليسو د ګزمې پر موټر شوې او ورپسې دويمه چاودنه هم په همدې ځای کې شوې ده .
هغه وايي، چې په لومړۍ چاودونه کې د ۵ پوليسو په ګډون اته تنه ټپيان شوي او دويمې چاودنې کوم زيان نه درلود.
د خوست د امنيت د ټولو ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ وباله.
تراوسه د يادو چاودونو په اړه کومې وسله والې ډلې رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي.


