ads

تګاب ولسوالۍ کې ۷ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، ددغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ۷ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1395
تګاب ولسوالۍ کې ۷ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، ددغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ۷ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا د امنيه قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزی وايي، تېره شپه د تګاب د شکوت په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته شوې ده، چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
د يوسفزي په وينا په دغه نښته کې يو شمېر وسلې او موټر سايکلونه هم له وسله والو څخه نيول شوي دي.
د حکومت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تګاب کې له تېرې يوې مياشتې راپدېخوا د غبار په نوم عمليات روان دي او ګڼ شمېر سيمو کې نوې سيمه ييز پوليس هم په دندو ګمارل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA