ads

ايران: د بالستيک توغندي ازمويل مو د کوم بل هېواد په ضد نه دي

ايران وايي، چې د بالستيک توغندي ازمويل يې د کوم بل هېواد په ضد نه دي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پرېکړو خلاف عمل نه بلل کېږي.

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1395
ايران: د بالستيک توغندي ازمويل مو د کوم بل هېواد په ضد نه دي

ايران وايي، چې د بالستيک توغندي ازمويل يې د کوم بل هېواد په ضد نه دي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پرېکړو خلاف عمل نه بلل کېږي.
دا څرګندونې د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په تهران کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير سره په يو خبري کنفرانس کې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون د ايران د بالستيک توغنديو د ازموينې په غبرګون كې د امريکا په غوښتنه بېړنۍ غونډه رابللې وه.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازي وويل، ايران د جنوري مياشتې په نهه ويشتمه نېټه د منځني واټن بالستيک توغندى وازمويه، نو د امريکا متحدو ايالتونو د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې وړانديز وکړ.
اسراييل هم له امنيت شورا غوښتي، چې ايران د بالستيک توغنديو د ازموينې لپاره مجازات کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA