د لوړو زده كړو وزارت وايي، په خصوصي پوهنتونونو كې د جعلكاريو او خيالي محصلينو د مخنيوي لپاره بايد خصوصي پوهنتونونه هم د عمومي دولتي كانكور له لارې محصلين جذب كړي.
د لوړو زده كړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د څانګې مشر محمداميركامه وال له كليد سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې په دې وروستيو كې په خصوصي پوهنتونونو كې د خيالي محصلينو او جعلكاريو له كبله په دغه پوهنتونونو د خلكو باور كم شوى و، د نوموړي په خبره د دې لپاره چې دا باور بېرته زيات شي نو دوى دا پرېكړه وكړه، چې خصوصي پوهنتونونه هم بايد د دولتي كانكور له لارې محصلين جذب كړي او په وينا يې دا موضوع كابينې هم تاييد كړې ده.(( بد بختانه په دې وروستيو کې زموږ د هېوادوالو باور په خصوصي پوهنتونونو تر يوه حده کم شوی و او لامل يې هم معلوم و، په دې مانا چې په ځينو خصوصي پوهنتونونو کې خيالي محصلين موجود وو))
د لوړو زده كړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو مشر د دې پوښتنې په ځواب كې، چې خصوصي پوهنتونونو ته محصلين له عمومي كانكور څخه څرنګه وركول كېږي وايي: دوى به په كانكور كې د كاميابۍ او ناكامۍ كچه ټاكي او په وينا يې ناكام كسان بيا په هغه كال په هېڅ پوهنتون كې كه خصوصي هم وي د زده كړو حق نه لري.
كامه وال زياتوي، له كانكور وروسته بريالي محصلين چې دولتي پوهنتونونو ته يې لاره نه ده پيدا كړې كولى شي، چې له ازموينې پرته د خپلې خوښې په خصوصي پوهنتون كې نوم ليكنه كړي او د اړوند پوهنتون د محصلين لېست به دوى تاييدوي، چې په كانكور كې يې ګډون كړى وي او وروسته به خپلو زده كړو ته دوام وركوي(( عمومي کانکو کې زموږ هدف دا دی، چې موږ د کاميابۍ او ناکامۍ حد وټاکو، تر ۱۵۰ نمرو پورې چې چا نمرې واخيستي دا به خصوصي پوهنتونونو ته تلی شي))
كامه وال زياتوي، چې كه ځينې پوهنتونونه د انګليسي ژبې او يا ځينو لوړو پوهنځيو لپاره بيا ازموينه اخلي هغه واك هم وركول كېږي.
دخصوصي پوهنتونونو مشر وايي، نور هيڅ خيالي محصل ته د فراغت اسناد نه وركول كيږي او زياتوي چې كه په يو شمېر خصوصي پوهنتونونو كې خيالي محصلين شته چې په وينا يې يې كار پرې روان دى او په نژدې راتلونكې كې به يې ليست چمتو او خپور كړي.
هغه وايي، په دې خيالي محصلينو كې تر ډيره دولتي لوړپوړي چارواكي او د ملي شورا غړي دي(( له پخوا نه دغه بې ځايه فرهنګ پاتې و، چې پټ اسناد به راغلل او دوی به يې د محصل او فارغ په نامه باندې پېژندل.))
خو د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وايي، چې د لوړو زده كړو وزارت دا كار د خصوصي سكټور له اصولو سره په ټكر كې دی او په وينا يې دا لايحه په هېڅ توګه د توجيه وړ نه ده.
د دغه ټولنې مرستيال ذاكرحسين ارشاد وايي، د لوړو زده كړو وزارت ياده لايحه دوى ته د منلو وړ نه ده او په وينا يې دا د خصوصي سكتور د تړلو په معنى ده.
دا په داسې حال كې ده، چې اوسمهال په ټول هيواد كې يوسلو آته ويشت خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده كړو خصوصي موسسې فعاليت لري چې شاوخوا شپتيه دانې يې په كابل او پاتې يې په ولايتونو كې دي او په دې خصوصي پوهنتونونو او موسسو كې تر يوسلو شپيتو زرو محصلين په زده كړو بوخت دي.


