د افغانستان د کرکټ پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته په درېيمه لوبه کې هم ماتې ورکړه او په دې سره يې د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله.
دا لوبه، چې افغان لوبډلې د ۲۰ منډو په توپير وګټله، تېره ورځ د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې ترسره شوه.
د دې پنځوس اوريزې لوبې پچه د زمبابوې الف لوبډلې لوبډلمشر وګټله او افغان لوبغاړو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان توپوهونکو په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۹ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۸۰ منډو هدف وټاكه، خو د زمبابوې الف لوبډلې وركړل شوى هدف ترلاسه نه كړاى شو، د پنځوس اورونو په لوبولو سره يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۹ منډې جوړې کړې.
شفيق الله شفق په ۲۳ توپونو د۷۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو له كبله د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان د دې لړۍ لومړۍ او دويمه لوبه هم ګټلې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به د كركټ څلورمه يو ورځنۍ لوبه د فبروري مياشتې په ۳يمه او وروستۍ سيالي د همدې مياشتې په ۵مه نېټه ترسره شي.


