ads

افغانستان بانك زاړه بانك نوټونه بدلوي

په بازارونو کې د زړو بانک نوټونو له زياتوالي د خلكو له شکايتونو وروسته د افغانستان بانك اعلان كړى، چې دغه بانك نوټونه له كوم اضافي لښګت پرته په نويو بدلوي.

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1395
افغانستان بانك زاړه بانك نوټونه بدلوي

په بازارونو کې د زړو بانک نوټونو له زياتوالي د خلكو له شکايتونو وروسته د افغانستان بانك اعلان كړى، چې دغه بانك نوټونه له كوم اضافي لګښت پرته په نويو بدلوي.
د افغانستان بانك وايي، ټول هغه افغاني بانک نوټونه، چې پر مخ يې سريښ يا سريښ لرونکي مواد، ليکل، رسامي او ټاپه وهل شوې اوسي او يا هم په كومه بله بڼه يې ظاهري شکل ته تغير ورکړل شوى وي، بدلوي.
د سرچينې په وينا، خلك كولاى شي دغه ډول بانك نوټونه د روان لمريز كال د كب مياشتې تر وروستۍ نېټې د هېواد په بانكونو كې له كوم اضافي لګښت پرته په نويو بانك نوټونو بدل كړي.
سرچينه زياتوي، تر دې نېټې وروسته د يادو مشخصاتو لرونکي افغاني بانک نوټونه په هېڅ وجه د چلښت او بدلېدو وړ نه دي.
دا په داسې حال كې ده، چې خلك شکايت کوي، چې په بازارونو کې د زړو بانک نوټونو د زياتوالي له كبله په راکړه ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي او ځينې صرافان هم دا ډول بانک نوټونه ارزانه پېري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA