ads

اختر منير: اسلام اباد كې افغان طالبانو ته د سياسي دفتر جوړولو هېڅ پلان نشته

په كابل كې د پاكستان سفارت هغه رپوټونه رد كړل، چې ښايي په اسلام اباد كې افغان طالبانو ته سياسي دفتر جوړ شي.

نویسنده: TKG
13 سلواغه 1395
اختر منير: اسلام اباد كې افغان طالبانو ته د سياسي دفتر جوړولو هېڅ پلان نشته

په كابل كې د پاكستان سفارت هغه رپوټونه رد كړل، چې ښايي په اسلام اباد كې افغان طالبانو ته سياسي دفتر جوړ شي.
د دغه سفارت مطبوعاتي سلاكار اختر منير نن كليد سره خبرو كې په دې تړاو خپاره شوي رپوټونه بې بنسټه وبلل.
نوموړي زياته كړه، چې په اسلام اباد كې افغان طالبانو ته د سياسي دفتر جوړولو په اړه هېڅ پلان موجود نه دى.
هغه وويل، چې په مسكو كې د پاكستان، روسيې او چين وروستۍ درې اړخيزه غونډه كې په دې تړاو هېڅ خبرې نه دي شوې.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې مخكې ځينو رسنيو د خپلو سرچينو له قوله ويلي و، چې ټاكل شوې له افغان دولت سره د سولې خبرو په هدف په اسلام اباد كې طالبانو ته نوى سياسي دفتر جوړ شي.
افغان طالبان اوسمهال په قطر كې يو سياسي دفتر لري، چې د دې ډلې ځينې مشران په كې مېشت دي او د طالبانو په استازيتوب موقف ګيري كوي.
په قطر كې د طالبانو سياسي دفتر د پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د واكمنۍ په مهال د سولې خبرو په هدف پرانيستل شو، خو افغان حكومت وروسته له دې، چې پر ياد دفتر د طالبانو سپين بيرغ ورپول شو، اعلان وكړ، چې هغه په رسميت نه پېژني.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA