د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کاليو په يو ګودام کې د اور لګېدنې له كبله د ميليونونو كلدارو په ارزښت کالي او نور اړين توکي سوځېدلي دي.
ژغورونکو ويلي، چې په اور لګېدنه کې د ګودام مالک هم سخت سوځېدلى او روغتيايي حالت يې نازک دى.
د کراچۍ د اور وژنې ادارې ويلي، چې ياده اور لګېدنه د برېښنا د شارټۍ له كبله د ښار په اورنګي ټاون سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ځايي رسنيو په خبره، اور تېره شپه د څو ساعتونو لپاره لګېدلى و او وروسته د اور وژنې پوليس وتوانېدل، چې مړ يې كړي.
په کراچۍ ښار کې د کاليو جوړولو فابريکو ترڅنګ ګودامونه موجود دي او تر دې وړاندې هم دا ډول اور لګېدنې رامنځته شوې دي.


