د چين په يو ژوبڼ کې يو تن، چې په غلطۍ د وحشي ژويو ځاى ته ورغلى و، د پړانګانو د غاښونو ښکار شو.
چينايي رسنيو د ژوبڼ ساتونکو له قوله ويلي، ياده پېښه پرون شنګهاى ته څېرمه يو ژوبڼ کې وروسته له هغې رامنځته شوه او يو تن پړانګانو ټوټې ټوټې کړ، چې د ژويو ځاى ته يې ور دانګلي و.
وژل شوي تن ډېره هڅه کړې وه، څو د پړانګ له خولې ځان وژغوري، خو د نورو پړانګانو په رسېدو سره يې د ژوندي پاتې کېدو هيله مړه شوه.
د پړانګ په خوله د ښکار شوي کس ښځې او لور دا ننداره کوله، يو خوا او بله خوا يې منډې او نارې وهلې.
وروسته پوليسو زمرى په ډزو وواژه، خو ياد تن خپل ژوند له لاسه ورکړى و.


