ټاكل شوې نن يو لوړ پوړى دولتي پلاوى د هلمند د خلكو د ستونزو حل كولو په هدف لښكرګاه ته لاړ شي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې دا موضوع جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د هلمند له چارواكو سره د ويډيو كنفرانس په مهال مطرح كړه.
د سرچينې په وينا، په دې ويډيو كنفرانس كې، چې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او ځينو نورو حكومتي چارواكو هم حضور درلود، د هلمند والي، د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئيس او د دې ولايت د جګړې اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د عمومي امنيتي او ملكي اوضاع په اړه په ځانګړې توګه د مارجې او سنګين ولسواليو په تړاو معلومات وړاندې كړل.
جمهور رئيس غني د هلمند ولايت د ادارو ترمنځ پر لا زياتې همغږۍ ټينګار وكړ.
هغه زياته كړه، چې د دغه ولايت د ستونزو د حل كولو په هدف به نن يو لوړ پوړى دولتي پلاوى لښكرګاه ته سفر وكړي، ترڅو ستونزې له نږدې وګوري.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د هلمند ولايت د اتو ولسواليو ترڅنګ د مركز لښکرګاه ښار څلورمه امنيتي حوزه له وسله والو سره ده او حکومت يوازې د لښکرګاه ښار پر نورو سيمو او د شپږو ولسواليو پر مرکزونو حاکميت لري.


