د ملي امنیت چارواکي وایي، ننګرهار کې یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې یو مهم غړی نیولی دی.
د ملي امنیت له عمومي ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې موظفینو یي د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش ډلې یو غړی اسماعیل، چې په یاسین مشهور دی نیولی دی.
سرچینې د نیول شوي وسله وال د نیولو وخت او کره ځای نه دی څرګند کړی.
بل لورته دغه نیول شوی کس، چې په خپله خوله اقرار کوي، وایي له ډیرې مودې راهیسې یي داعش ډلې سره کار کاوه.
داعش وسله والو تر اوسه د خپل نیول شوي ملګري په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


